۰

طالبان: چین او روسه افغانستان کې پانګونې زیاتوي

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۶:۵۹
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، چې دلته خپلې پانګونې زیاتې کړي.
طالبان: چین او روسه افغانستان کې پانګونې زیاتوي
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، چې دلته خپلې پانګونې زیاتې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوشمېر روسي پانګوالو د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان کې د زېربناوو، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کرنې، اوسپنې پټلۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او سرپرست حلکومت له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي. په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو هم د افغانستان د نفتو په استخراج کې د چینايي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي