د طالبانو کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست له خوا له دوه سوه اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې یې د یادو کسانو له پېژندلو او د هر اړخیزو معلوماتو له وړاندې کولو وروسته نغدي او لومړني توکي لکه غوړي، وريجې، وچ چای، بوره او نور توکي ویشلي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د اصلي بې وزلو په پېژندلو سره به دغه بهیر پراخ او ګړندی شي او ډېر ژر به له زرو ډېرو کورنیو ته مرستې ورسیږي.
طالبانو ادعا کړې، چې تر اوسه له دې ډلې ۱۵۰۰ کورنیو نغدي او غیرې نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.
جمهورخبري آژانس