د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

28 عقرب 1403 ساعت 17:01

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیز دوستانه سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه.


د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیز دوستانه سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لوبه کې، چې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.

فیصل خان ۱۵۶ او کپتان محبوب خان ۱۴۱ منډې وکړې.

د اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ۱۹۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ونه شوای کولای چې هدف ته ځان ورسوي.

دا د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دې درې اړخیزه لړۍ کې دویمه بریا ده.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177811

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177811/

جمهور
  https://www.jomhornews.com