۰

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۰۱
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیز دوستانه سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیز دوستانه سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ۱۶۹ منډو ماتې ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لوبه کې، چې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۰ منډې هدف وټاکه.

فیصل خان ۱۵۶ او کپتان محبوب خان ۱۴۱ منډې وکړې.

د اماراتو لوبډلې په ۴۵.۴ اورونو کې د ۱۹۰ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ونه شوای کولای چې هدف ته ځان ورسوي.

دا د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دې درې اړخیزه لړۍ کې دویمه بریا ده.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي