۰
مولوي عبدالکبیر:

افغان طالبان اړتیا نه لري چې د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۵۶
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغان طالبان د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته د تګ اړتیا نه لري، ځکه په افغانستان کې د دیني زده کړو زمینه ښه شوې ده.
افغان طالبان اړتیا نه لري چې د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغان طالبان د حدیثو د زده کړې لپاره بهر ته د تګ اړتیا نه لري، ځکه په افغانستان کې د دیني زده کړو زمینه ښه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن دوشنبه (د لړم۲۸ مه) اعلان کړی، چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي لېسو د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه.

نوموړي وويل، افغان طالبان اړ نه دي چې د حديثو د زده کړې لپاره بهر ته سفر وکړي، ځکه هېواد يې د لوړو ديني زده کړو لپاره زمينه برابره کړې ده.

هغه په ​​افغانستان کې د معارف پر انکشاف او متوازن انکشاف ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ښوونځیو زده کوونکي باید د دیني زده کړو تر څنګ په علم او اداري اصولو سمبال او د عمر په تېرېدو سره د اړتیا وړ علوم زده کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي