د طالبانو ډلې او کنسرن موسسې د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړ
د طالبانو ډلې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې دغې ډلې له کنسرن موسسې سره د څه باندې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، نن دوشنبه (د لړم ۲۸ مه) اعلان وکړ، چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د دغه ادارې د پروګرامونو له مسوول نایجیل ایلمز سره وکتل.
په دې کتنه کې ترابي وويل چې په ژمي کې کورنۍ هر ډول مرستو ته تر بل هر وخت زياته اړتيا لري او بنسټونه کولاى شي په هر ولايت کې سروې او مرستې وکړي او موږ د خپلو اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې له هغوى سره بشپړه همکاري کوو.
د کنسرن موسسې د پروګرامونو مسوول نيګل ايلمز وويل، دغه انستيتوت په ١٩٩٨ کال کې خپل فعاليت پيل کړ او تل يې د سيلاب ځپلو، مهاجرينو، ټپيانو، روغتيا او کرنې په برخو کې همکاري کړې ده.
طالبانو ویلي چې دواړو لورو د څه باندې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه تفاهم لیک له مخې، د کنسرت انسټیټیوټ به ۱۶۱۳ زیانمنو شویو کورنیو ته ۶۵۰ زره ۴۵۱ ډالر ورکړي، چې ۲۷۴ ډالره یې د سونګ توکو او ژمنیو جامو او ۷۵ ډالره د درېیو ژمنیو کمپلو د برابرولو په برخه کې دي.
دغه مرستې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې پر ۷۹۰ کورنیو او د بدخشان ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې پر ۸۲۳ کورنیو وویشل شوې.
جمهورخبري آژانس