۰

په سعودي عربستان کې سږکال ۱۰۰ تنه اعدام شول، په اعدام شویو کې درې افغانان هم شامل دي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۳
د خپرو شویو شمېرو له مخې، په سعودي عربستان کې د ۳ افغان اتباعو تر څنګ په اعدام شویو بهرنیانو کې ۲۱ تنه د پاکستان، ۲۰ تنه د یمن، ۱۴ تنه د سوریې او د نورو هېوادونو لکه نایجیریا، مصر، اردن او ایتوپیا دي.
په سعودي عربستان کې سږکال ۱۰۰ تنه اعدام شول، په اعدام شویو کې درې افغانان هم شامل دي
د خپرو شویو شمېرو له مخې، په سعودي عربستان کې د ۳ افغان اتباعو تر څنګ په اعدام شویو بهرنیانو کې ۲۱ تنه د پاکستان، ۲۰ تنه د یمن، ۱۴ تنه د سوریې او د نورو هېوادونو لکه نایجیریا، مصر، اردن او ایتوپیا دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۰۰ ډېر بهرني اتباع اعدام کړي، چې ډېری یې د نشه يي توکو په جرمونو محکوم شوي دي.

خبری سرچینو څرګنده کړه: دغه شمیره په دغه هیواد کښې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د بهرنیانو د اعدامونو په نسبت کابو درې برابره ده او زیاته یې کړه: په دغه موده کښې په سعودی عربستان کې هم درې افغانان اعدام شول.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، پر افغان اتباعو سربېره په سعودي عربستان کې په اعدام شویو بهرنیانو کې ۲۱ تنه د پاکستان، ۲۰ تنه د یمن، ۱۴ تنه د سوریې او د نورو هېوادونو لکه نایجیریا، مصر، اردن او ایتوپیا شامل دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د قانوني او قضايي هوکړو سره سره په سعودي عربستان کې د پاکستاني اتباعو اعدام په ځانګړې توګه د نشه يي توکو په جرمونو د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو له مهمو ننګونو څخه دی د محکومینو د سپارلو بهیر دوام لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي