اوچا په یوه پیغام کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د کویټ حکومت د ۵۰۰ زره ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق OCHA په ایکس چینل کې په یوه پیغام کې اعلان کړی، چې د کویټ حکومت له افغانستان سره ۵۰۰ ډالره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق (OCHA) د کویټ د حکومت د مرستو ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۰۰ زره ډالرو مرستې مننه کوي. اوچا ټینګار وکړ چې د کویټ دغه مرستې به په افغانستان کې پر اړمنو کسانو وویشل شي.
د يادونې وړ ده، چې له هغه راهيسې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړى، په هېواد کې بشري وضعيت او لوږه تر ټولو بده ده، چې له امله يې ډېرى خلک په سختۍ سره د ورځې يوه ډوډۍ هم نه خوري.
جمهورخبري آژانس