د طالبانو ډلې د اقتصاد وزارت وايي، د بلخ د ولسوالیو پر بزګرانو یې ۲۵۴ کیلوګرامه زعفران پیاز وېشلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو ډلې د اقتصادي څانګې د څارنې ډلې د زعفرانو د کښت له لارې د معیشت د ښه والي د پروژې له فعالیت څخه چې د لاسي صنایعو د انستیتوت (HIH) له خوا پلې کېږي، څارنه وکړه.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د دولت اباد د ژوند د ښه والي د پروژې تر نامه لاندې د یادې موسسې له خوا د بلخ ولایت پنځه ولسوالۍ (بلک، چهاربولک، دولت اباد، چمتال او نهر شاهي) تر پوښښ لاندې نیول شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې ياد انستيتوت د خپلې پروژې په پيل کې ۱۲۰۰ ټنه کروندګر تر پوښښ لاندې راوستي، چې د زعفرانو د ټولولو او پروسس د وسايلو ترڅنګ يې پر هر ګټه اخيستونکي ۲۵۴ کيلوګرامه د زعفرانو پياز هم وېشلي دي او د يادو بزګرانو لپاره يې هم برخه اخيستې ده.
جمهورخبري آژانس