د طالبانو د ډلې د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې د پنجشیر عامه لاره د سیلابونو له زیرمو څخه پاکه کړې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس نن دوشنبه (د لړم ۲۸ مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د پنجشیر ولایت د فواید عامې ریاست د دغه ولایت عامه سړکونه پرانستي، هغه مواد او کثافات یې پاک کړئ، چې د بارانونو او سېلابونو له امله یې د عناب ولسوالۍ په عنابه، قلعه میرانشاه، خوغر او زمانکور سیمو کې لارې بندې کړې وې.
طالبانو ویلي چې د ځینو ساحو کندې پاکې شوي او اوږه یې پیاوړې شوي او د پلچک اډه پاکه شوې ده او په دې اقداماتو سره به د پنجشیر ولایت عمومي لاره د ترافیکو پرمخ په بشپړه توګه خلاصه شي او مسافر په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو ډلې ته د افغانستان په تسليمولو سره دغې ډلې تر ټولو کوچني او بنسټيز کار وګاڼه او دا يې يوه لاسته راوړنه وبلله.
جمهورخبري آژانس