په هرات کې د يوه ځوان د وژنې په تور درې تنه ونيول شول

28 عقرب 1403 ساعت 10:35

د طالبانو د ډلې ویاند د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هرات ولایت کې یې د یوه ځوان د قتل په تړاو درې تنه نیولي دي.


د طالبانو د ډلې ویاند د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هرات ولایت کې یې د یوه ځوان د قتل په تړاو درې تنه نیولي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸ مه) سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هرات ولایت کې یې د دغې ډلې د جنګیالیو درې تنه د یوه ځوان د وژنې په تړاو له وسلو سره نیولي دي.

دغه طالبان وايي چې د دغې ډلې د جنګياليو له خوا د يو لړ کشفي عملياتو په بهيرکې د مسلکي غلو د يوې ډلې درې تنه غړي ونيول شول او له هغوى څخه دوه عرادې موټرسايکلونه کشف شول چې د اسنادو له مخې اصلي خاوند ته يې وسپارل شول.

د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو ویاند وايي، نیول شوي کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com