ډبلیو اف پي: د فرانسې مرستې په زده کوونکو او امیندوارو مېرمنو لګول کیږي

28 عقرب 1403 ساعت 8:08

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، فرانسې له افغانستانه سره ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، فرانسې له افغانستانه سره ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. 

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه مرستې به له زده کوونکو، امیندواره ښځو او ماشومانو د ملاتړ په برخو کې ولګول شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول ضیاءالدین صافي وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې له دولته په ښوونځیو کې د تغذیې او افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي خدمتونو لپاره د  ۳ میلیونه یورو لاسته راوړلو مننه کوي.

دی زیاتوي، دغه پیسې به د خوړو نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړي چې، ۷۰ زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي او څه باندې ۵۰ زره زده کوونکو ته غني شوي بیسکویټ او نباتي غوړي و وېشي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com