۰

تېرو ۷میاشتو کې له ایران سره یو مېلیارد او۸۲۷ مېلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۶
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال د اوو میاشتو په لړ کې له ایران سره د یو مېلیارد او ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.
تېرو ۷میاشتو کې له ایران سره یو مېلیارد او۸۲۷ مېلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال د اوو میاشتو په لړ کې له ایران سره د یو مېلیارد او ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند اخندازده عبدالسلام جواد له ایران سره د راکړې ورکړې په اړه زیاته کړه چې، له دغه لوړ شمېر څخه ۳۰ مېلیونه یې صادرات او پاتې نور یې واردات دي.

د دغه وزارت ویاند په وینا، کاني ډبرې، ممیز، سُرب، ډول ډول مشروبات او زغر ایران ته د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او نفت او ګازو، د کارخونو اومه توکي او سمنټ بیا له دغه هېواده تر ټولو مهم وارداتي توکي دي.

نوموړي ویلي، د ۱۴۰۳ کال د تېرو اوو میاشتو په لړ کې د ایران له جمهوریت سره د افغانستان سوداګري د یو مېلیارد او ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت وه چې، له دې منځه ۳۰ مېلیون ډالره صادرات او یو مېلیارد او ۷۹۷ مېلیونه ډالره واردات دي.

اخوا د ایران رسنیو راپور ورکوي چې، په روان لمریز کال کې افغانستان ته  د ۱.۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت یوازې غیرنفتي صادرات ترسره شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي