۰

د پاکستان ۲ سلنې مالیې له افغانستان سره د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۱
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ترانزیتي سوداګریزو توکو د ۲ سلنې مالیې په لګول کېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې بهیر ټکنی شوی دی.
د پاکستان ۲ سلنې مالیې له افغانستان سره د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ترانزیتي سوداګریزو توکو د ۲ سلنې مالیې په لګول کېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې بهیر ټکنی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې خونې د مسوولینو په وینا، افغان سوداګرو په تورخم کې د اضافي لګښتونو له امله د ایران د لارې په ګډون نورو بدیلو لارو ته مخه کړې ده.

جنید مکدا زیاته کړې چې د ایالتونو په کچه د مالیاتو ناهمغږې تګلارې د حقوقي ستونزو او د افغانستان-پاکستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د نقض لامل شوي دي.

ښاغلي مکدا ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کولای شي تر ۷ میلیارده ډالرو پورې ورسیږي، خو د دولت د محدودوونکو اقداماتو له امله یې وده نه ده کړې.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس، نقیب الله صافی وايي، یوه اعلامیه د دې خونې له خوا خپره شوې چې ټینګار کوي دا ډول مالیه باید ختمه شي، ځکه چې دا نه یوازې سوداګري ګډوډوي، بلکې د پاکستان صادرات هم ګرانوي او افغان سوداګر مجبوروي چې د بدیلو لارو په لټه کې شي. 

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي