غور کې د ۴۶ کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې دي

28 عقرب 1403 ساعت 7:58

د غور ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.


د غور ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې په یاد ولایت کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه سړک ۹ متره سور لري، چې د یاد ولایت د سیمه ییزې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

د یاد سړک په جوړېدو سره د خلکو په تګ او را تګ کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې ورته نورو رغنیزې پروژې هم پلې شوې دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com