پنجشېر کې سل هکتاره نوی ځنګل جوړ شوی دی

28 عقرب 1403 ساعت 7:53

د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې ١٠٠ هکتاره نوی ځنګل جوړ کړی دی.


د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې ١٠٠ هکتاره نوی ځنګل جوړ کړی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولینو وایي، چې په دغه ځنګل کې د روسي بېد، غوزان، بادام، انار، انغوزې او نور مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېښودل شوي.

د مسوولینو په خبره پنجشیر کې د ځنګلونو قاچاق او پرېکول منع دي، او د تطبیق لپاره په مرکز او ولسوالیو کې محافظتي ټولنې جوړې شوي دي.

بلخوا د یاد ولایت ځایي چارواکو د هېواد طبیعي ځنګلونه د ملي شتمنیو ستره برخه بللې او د ساتنې لپاره یې د جدي اقداماتو ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com