د امریکا نوی حکومت او لویدیځ له افغانستان سره په تګلاره کې له نویو ننګونو او فرصتونو سره مخ شي
فارن پالیسۍ په یوه مقاله کې ویلي، د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ به د امریکا نوی حکومت او لویدیځ له افغانستان سره په تګلاره کې له نویو ننګونو او فرصتونو سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مقاله د ډنمارک د رویال ډیفینس په پوهنتون کې د عملیاتو باثباته ساتلو مرکز د مشاور، جینس ویسټرلنډ ماتیسن، افغانستان کې پخواني امریکايي سرتېري، ادم وینسټین او په کوپناهنګن پوهنتون کې د سیاسي علومو د زده کړیالې، ګالینا میکلسن له لوري لیکل شوې ده.
دغه مقاله کې افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ د دندې پای او اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل کېدو ته په اشارې ویل شوي، ډانلډ ټرمپ به له اسلامي امارت سره د امریکا اړیکې پیکه کړي.
د فارن پالیسۍ لیکوالانو ویلي، امریکا او اروپا باید د افغانستان اوسنی واقعیت ومني او د "طالبانو" ترمنځ د نفاق رامنځته کولو پر ځای د افغانستان په تړاو یوه ګډه او همغږې تګلاره جوړه کړي.
دوی لیکلي، طالبان د ډي جور رسمیت پېژندنې پرتله له نړۍ سره ډيفاکټو تعامل او ډیپلوماټیک درناوي ته ارزښت ورکوي.
په مقاله کې یادونه شوې چې: « غیر لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره دومداره ناستې کوي. په واشنګټن انسټیټیوټ کې ارون زیلین له ۲۰۲۱ راهیسې د طالبانو نږدې ۲ زره ډیپلوماټیکې کتنې ثبت کړې دي. دغه کتنې کال په کال زیاتیږي.»
دې لیکوالانو د طالبانو د نه رسمیت پېژندلو په تړاو د لویدیځ پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، د سیمې هېوادونه له افغانستان سره له خپل تعامل ډېره ګټه اخلي.
دوی د لویدیځ له لوري د افغانستان له پامه غورځول تېروتنه یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې لویدیځ باید د لیرې واټن تعامل پرځای له اسلامي امارت سره له نږدې تعامل ته دوام ورکړي.
مقاله کې راغلي: « امریکا او اروپا باید د دوحې له بهیر او کابل کې له محدودو ناستو ور هاخوا په کابل کې له افغانانو سره حضوري ناستې ترسره کړي او د دغه هېواد په تړاو یوه اوږدمهاله تګلاره جوړه کړي. لویدیځ ډیپلوماټان باید د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا لپاره د خبرو له لارې درناوی وکړي او شخصي اړیکې جوړې کړي.»
د فارن پالیسۍ په دغه مقاله کې ویل شوي چې، "طالبان" کولای شي د امریکا او اروپا د "ګډ" ګواښ په توګه د داعش پر وړاندې مبارزه کې د لویدیځ شریک و اوسي.
د دغې مقالې لمخې، ډانلډ ټرمپ د دوحې هوکړه لیک د طرحه کوونکي په توګه باید تېرو تېروتنو ته د ور ګرځېدو پر ځای غوره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
جمهورخبري آژانس