بلخ کې د سیمنټو د تولید فابریکه جوړیږي

27 عقرب 1403 ساعت 9:59

د بلخ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې دوه افغان او چینایي شرکتونو د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو په برخه کې د یوې کارخونې جوړېدو تکل لري.


د بلخ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې دوه افغان او چینایي شرکتونو د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو په برخه کې د یوې کارخونې جوړېدو تکل لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت مرستیال والي نورالهادي ابوادریس ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه افغان او چینایي شرکتونو د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمنټو په برخه کې د یوې فابریکې د جوړېدو تکل کړی دی.

نوموړي زیاته  کړې، چې دغه فابریکه پر ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کلني ډول به یو میلیون ټنه سیمنټ تولید کړي او د افغانستان په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د سیمنټو اړتیا پوره او ۱۰۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې فابریکې په  جوړېدو سره به هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو د سیمنټو واردات را کم او افغانستان د ځان بسیایني په لور چټګ ګامونه واخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177727

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177727/

جمهور
  https://www.jomhornews.com