د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی

27 عقرب 1403 ساعت 9:55

د طالبانو پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.


د طالبانو پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، پخوا په څلورو ولایتونو فعال و؛ خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هیواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاند ویلي، چې دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کېږي او د ښوونکو د مستحق‌والي په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کېږي.

بل پلو ځینې ښوونکي چې، په دولتي ښوونځیو کې درس ورکوي، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوي.

د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کېږي او ټاکل شوې چې، دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com