۰

د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۵
د طالبانو پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.
د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی
د طالبانو پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، پخوا په څلورو ولایتونو فعال و؛ خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هیواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی.

د پوهنې وزارت ویاند ویلي، چې دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کېږي او د ښوونکو د مستحق‌والي په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کېږي.

بل پلو ځینې ښوونکي چې، په دولتي ښوونځیو کې درس ورکوي، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوي.

د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کېږي او ټاکل شوې چې، دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي