د بادام باغ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

27 عقرب 1403 ساعت 9:52

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څلورمې او اوولسمې ناحې اړوند د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکی سره روانې دي.


د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څلورمې او اوولسمې ناحې اړوند د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکی سره روانې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سړک چې د سرای شمالي له څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې ۳۲۸۹ متره اوږدوالی،(۲۰) او (۳۰) متره سور لري د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو، څراغونو او د کرښې اچولو په ګډون جوړېږي.

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې کوي.

د مسوولینو په خبره دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سرای شمالي او پروان سه څلورلارو او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي او له بلې خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177723

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177723/

جمهور
  https://www.jomhornews.com