په جوزجان کې د څه دپاسه دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو نوی ښوونځی جوړ شو

27 عقرب 1403 ساعت 9:47

د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په جوزجان ولایت کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.


د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې په جوزجان ولایت کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پوهنې وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نن یکشنبه (د لړم ۲۷ مه) اعلان وکړ، چې د جوزجان ولایت د غور تیپې ولسوالۍ د قپچګ د منځني ښوونځي چې څه موده وړاندې د ۲ میلیونه ۶۹۰ زره افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په همکارۍ د پوهنې او ځايي خلکو په همکارۍ پیل شوی و، چې پای ته ورسېد.

دغه ښوونځی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو لخوا پرانیستل شو.

طالبانو ویلي، چې دغه ښوونځی ۶ مجهز درسي ټولګي او دوه اداري خونې لري، چې د هغو زده کوونکو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره کړه، چې پخوا له زده کړو له مناسبو اسانتیاوو بې برخې وو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177721

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177721/

جمهور
  https://www.jomhornews.com