د مقاومت د جبهې برید؛ پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

27 عقرب 1403 ساعت 9:41

په کندز کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د طالبانو د استخباراتو ۵ تنه غړي وژلي او ټپیان کړي دي.


په کندز کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د طالبانو د استخباراتو ۵ تنه غړي وژلي او ټپیان کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې په کندز ښار کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي مدیریت پر مرکز برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۳ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د مقاومت د جبهې د معلوماتو له مخې، دغه بريد تيره شپه ٧:٤٥ بجې د کندز ښار په واټ کې ترسره شو چې په ترڅ کې يې د طالبانو يو موټر ويجاړ او طالب ډلې ته نور زيانونه واوښتل.

دغه راز په دغو برياليو او هدفي عملياتو کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177718

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177718/

جمهور
  https://www.jomhornews.com