۰

د هېواد کڼو خلکو خپلې زده کړې ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې

یکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۹
د هېواد د کڼو ټولنې مشر او غړو د طالبانو د ډلې د دفتر له عمومي رئیس ملا عبدالواسع سره وکتل او د پوهنې په برخه کې یې خپلې ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې.
د هېواد کڼو خلکو خپلې زده کړې ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې
د هېواد د کڼو ټولنې مشر او غړو د طالبانو د ډلې د دفتر له عمومي رئیس ملا عبدالواسع سره وکتل او د پوهنې په برخه کې یې خپلې ستونزې له طالبانو سره شریکې کړې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې د لومړي وزیر د دفتر مشر ملا عبدالواسع د افغانستان د کاڼو د ټولنې له مشر سمیع الرحمن او د دغې اتحادیې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

د کاڼو دوو استادانو جميل الرحمن نادم او سميع الله مفتون د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل، چې په ټول هېواد کې څه باندې پنځه زره کوڼان شته، چې ٣٥٠ رسمي استازي لري او په هر ولايت کې د همغږۍ لپاره يوه اتحاديه لري.

دوی په مرکز او ولایتونو کې د مناسبو دفترونو او مالي او ترانسپورتي اسانتیاوو د نشتوالي او د لوړو او تخنیکي زده کړو په برخو کې د افغانستان د کاڼو ټولنې د ستونزو په اړه خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د طالبانو د سیاسي دفتر له مرستیال سره شریکې کړې.

ملا عبدالواسع وويل: د طالبانو د امارت مشرتابه او چارواکو تل د هېواد د مظلومو خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړی او د دوی د ستونزو د هواري لپاره يې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې او نظریات به واوري او د حل په موخه به یې له اړوندو څانګو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي