طالبانو په هرات ولایت کې د هېواد د شاعرانو په حضور کې د زعفرانو د ګل تر نامه لاندې د مشاعرې د جوړولو اعلان وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د «زعفرانو ګل» تر سرلیک لاندې لویه ادبي مېله جوړه شوه چې د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو په کې ګډون کړی و.
د دغه ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې د طالبانو د ډلې فرهنګي غونډه وشوه. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حيات الله مهاجر فراهي د "زعفرانو ګل" مشاعرې جوړېدل يو ارزښتناک ګام بولي او وايي، چې دغه مشاعره به په رسمي ډول د وزارت په جریده کې ثبت شي.
نوموړي وويل، چې له دې اقدام څخه يې موخه د زعفرانو له کروندګرو او دغه ارزښتناک بوټي ملاتړ دى او زياته يې کړه، چې له نن څخه به هر کال دغه مشاعره ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده، چې دا په هرات کې لومړى لوى شعري مېله ده، چې په دغه ولايت کې د زعفرانو د ګلونو مېله تر سرليک لاندې ترسره کېږي.
په همدې حال کې هرات د زعفرانو د تولید او لوړ کیفیت له پلوه د هیواد د زعفرانو د پلازمینې په توګه پیژندل کیږي.
جمهورخبري آژانس