طالبانو د څه باندې پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت یو شمېر پرمختیايي پروژې منظورې کړې

26 عقرب 1403 ساعت 17:09

د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د څه باندې پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت یې یو شمېر پراختیايي پروژې منظورې کړې دي.


د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د څه باندې پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت یې یو شمېر پراختیايي پروژې منظورې کړې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن شنبه (د لړم ۲۶مه) اعلان وکړ چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دغې ډلې د تدارکاتو کمېسیون د څه باندې ۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او اته یې تعدیل کړل.

طالبانو ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون په نننۍ غونډه کې د ۲۷ پروژو د قرارداد په ګډون ۴۷ پروژې د تصویب لپاره وړاندې شوې، ۸ نورې پروژې تعدیل شوې، د څلورو پروژو قراردادونه لغوه شوي او کمېسیونونو ته دنده سپارل شوې چې له دې وروسته له سره خبرې وکړي.

د پروژو ګټونکي شرکتونه او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه سره شریکوي.

په وړاندیز شویو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل کې د استوګنې د دوه نمبر بلاکونو جوړول، په لوګر او کندهار ولایتونو کې د استیناف محکمو ودانۍ، د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنایي وسایلو جوړول شامل دي. او یو شمیر نورې پرمختیایي پروژې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com