۰

د "جنوبي اسیا د چاپېریال" په سیمه ییزو غونډو کې د طالبانو پر ګډون هوکړه شوې

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۰۷
طالبانو اعلان کړی چې دغې ډلې او د جنوبي اسیا د چاپیریال د همکارۍ بورد د دغه نړیوال سازمان په سیمه ایزو غونډو کې د طالبانو د شتون په اړه موافقه وکړه.
د "جنوبي اسیا د چاپېریال" په سیمه ییزو غونډو کې د طالبانو پر ګډون هوکړه شوې
طالبانو اعلان کړی چې دغې ډلې او د جنوبي اسیا د چاپیریال د همکارۍ بورد د دغه نړیوال سازمان په سیمه ایزو غونډو کې د طالبانو د شتون په اړه موافقه وکړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن (د لړم ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی پلاوي د جنوبي اسیا د چاپېریال ساتنې د پروګرام له مشر سره وکتل.

طالبانو ویلي چې د جنوبي اسیا د چاپیریالي همکاریو د پروګرام (SACEP) مشر د دغه پروګرام د جوړښت د فعالیتونو، له تمویلونکو څخه د چاپیریال او اقلیم د بدلون د پروژو د جلب او جذب په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې د غړو هیوادونو د همکارۍ د چاپیریال اهدافو ترلاسه کول او د اقلیم د بدلون له امله رامینځته شوي ننګونو سره مخ کول خورا مهم دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالقي د جنوبي اسیا د چاپېریال ساتنې پروګرام د دې سیمې د هېوادونو لپاره مهم وباله او د اوبو د سرچینو د کمښت، هوا او خاورې په برخو کې یې د افغانستان لویو چاپېریال ستونزو ته اشاره وکړه.

هغه د اقلیم د بدلون منفي اغیزې په ګوته کړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د لا همغږۍ او په رهبرۍ شورا کې د افغانستان د غړیتوب لپاره به د ملي تماس یوه اداره معرفي کړي.

دواړو لورو د دغه بنسټ په سیمه ییزو غونډو کې د طالبانو د پلاوي پر ګډون هوکړه وکړه.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي