د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې پر یوې پوستې د نامعلومو وسله والو په برید کې د پاکستان ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ډان ورځپاڼې په حواله، ناپېژاندو وسله والو د شاه مردان په جوهان کلات سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې په پایله کې یې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي دغه پيښه په کلکه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله کړې ده.
ياده دې وي چې د بلوچستان په کوټه کې د اورګاډي په تم ځای کې د ځانمرګي بريد له امله د يوې مېرمنې په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي او تر ۶۲ ډېر ټپيان دي. د بلوچ لیبریشن ارمي په یوه بیان کې د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.
جمهورخبري آژانس