د طالبانو یو پلاوی د ریل پټلۍ د همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته تللی

26 عقرب 1403 ساعت 17:03

د طالبانو ډلې د ټولګټور چارو وزارت ایران ته د ریل پټلۍ د وزیر د سفر خبر ورکړ.


د طالبانو ډلې د ټولګټور چارو وزارت ایران ته د ریل پټلۍ د وزیر د سفر خبر ورکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د فواید عامې وزارت ویاند اعلان کړی، چې د دغې ډلې د فواید عامې وزارت د مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ دغه پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د اشرف په وینا، ټاکل شوې ده چې د طالبانو د ډلې د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ پلاوی، د ایران د ریل پټلۍ له ادارې او نورو اړوندو بنسټونو سره د اورګاډي د پټلۍ د لیږد د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خواف – هرات له لارې سوداګريز توکي لېږدول کېږي او د دې لارې يو شمېر برخې تر کار لاندې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177699

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177699/

جمهور
  https://www.jomhornews.com