د طالبانو ډلې د ټولګټور چارو وزارت ایران ته د ریل پټلۍ د وزیر د سفر خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د فواید عامې وزارت ویاند اعلان کړی، چې د دغې ډلې د فواید عامې وزارت د مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ دغه پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د اشرف په وینا، ټاکل شوې ده چې د طالبانو د ډلې د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ پلاوی، د ایران د ریل پټلۍ له ادارې او نورو اړوندو بنسټونو سره د اورګاډي د پټلۍ د لیږد د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خواف – هرات له لارې سوداګريز توکي لېږدول کېږي او د دې لارې يو شمېر برخې تر کار لاندې دي.
جمهورخبري آژانس