په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي دي

26 عقرب 1403 ساعت 16:57

د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې دغې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ کړي دي.


د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې دغې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (دلړم ۲۶ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۵ ښوونځي او تر ۳۰ ډېر دیني مدرسې په هیواد کې جوړ شوې دي.

طالبانو ویلي، چې دغه ښوونځي د پوهنې وزارت، مرستندویه موسسو او ملي سوداګرو په مالي مرسته د یو میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د پوهنې وزارت د زده کوونکو لپاره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده کوونکو لپاره احاطه دېوالونه، د برېښنا سیستم، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com