د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې دغې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د پوهنې وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۵ ښوونځي او تر ۳۰ ډېر دیني مدرسې جوړې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې دغه ښوونځي د پوهنې وزارت، مرستندویه موسسو او ملي سوداګرو په مالي مرسته د یو میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
طالبانو زیاته کړې، چې د پوهنې وزارت د زده کوونکو لپاره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده کوونکو لپاره احاطه دېوالونه، د برېښنا سیستم، د څښاک د پاکو اوبو څاګانې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
جمهورخبري آژانس