په تاجکستان کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر په دغه هېواد کې د بریتانیا له نوي سفیر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په تاجکستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر او سیاسي استازي محمد ظاهر اغبر نن له غرمې مخکې د افغانستان سفارت کې د دغه هېاد له نوي سفیرې کاترین سمیتون سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي اګبر په تاجکستان کې د بریتانیا د نوې سفیرې په توګه د مېرمن سیمیټون د ټاکل کېدو په مناسبت د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانګړې توګه له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ وتلو له امله د رامنځته شویو سختو شرایطو په اړه خبرې وکړې.
دوی د نظرونو تبادله وکړه. دغه راز د ترهګرۍ وده او د سیمې امنیتي ګواښونه د دوی د خبرو نورې مهمې موضوعګانې وې.
د دې ناستې په پای کې د اوسنیو بحرانونو د حل پر ممکنه لارو چارو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو پر هڅو خبرې وشوې.
جمهورخبري آژانس