۰

په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هلې ځلې

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۸
د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي د امریکا د سولې انسټيټیوټ له استازي سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د ټولنیز-اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هلې ځلې
د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي د امریکا د سولې انسټيټیوټ له استازي سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، په دې کتنه کې د امریکا د سولې انسټيټيوټ استازي د افغانستان د وضعیت د سوله ییز حل لپاره د یوې ستراتیژۍ د جوړولو او همداراز د ټولنیز- اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د سیمې هېوادونو په ملاتړ له ازبېکستان سره د همکاریو د دوام په تړاو خبرې کړې دي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ استازو د افغانستان د وضعیت د سوله‌ ییز حل او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والی په موخه د یوې سټراټېژۍ د جوړېدو په برخه کې له ازبیکستان سره د همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
 
د ازبیکستان د بهرنیوچارو وزارت ویلي، د امریکا د متحده ایالتونو د سولې انسټيټیوټ استازو د ازبیکستان له لوري سره د همکارۍ د دوام لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې، څو د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د مشورو په ملاتړ د افغانستان د وضعیت د سوله ‌ییز حل او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یوه سټراتیژي جوړه شي.

دغه راز په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ استازو د افغانستان د اوږدمهالې او پایېدونکې سولې د ټینګښت په برخه کې د ازبیکستان پر مهم رول ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي