امریکايي سناتورانو له روسیې سره د ایلن ماسک د اړیکو د څېړنې غوښتنه کړې

26 عقرب 1403 ساعت 9:57

دوو جګپوړو ډیموکراټ سناتورانو په یو لیک کې، د امریکا له دفاع وزارت او د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتي، چې له روسي چارواکو سره د ایلن ماسک د اړیکو په اړه راپورونه وڅېړي، چې د دوی په وینا، د ملي امنیت سره تړاو لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا لیک یې لیدلی دی. د ټویټر د مشر په توګه، ماسک د پنټاګون او د امریکا استخباراتي ادارو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک کړي.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین او د سنا د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر جیک ریډ په خپل لیک کې د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلینډ او د پنټاګون له عمومي مفتش څخه غوښتي چې د هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو سره د ټویټر په قراردادونو کې د ماسک د رول په اړه څېړنې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 177665

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com