۰

سېف دې چېلډرن: اقلیمي بدلون د ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
سېف دې چېلډرن: اقلیمي بدلون د ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی
د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان له هېوادونو غواړي چې د دغو ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره لاس په کار شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان پرون ویلي، چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍوال روغتیایي بحرانونه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره جدي ګواښونه دي.

په افغانستان کې بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې میلیونونه ماشومان له خوړو، زده کړو او لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي