۲۰۰ افغان کډوال له پاکستانه المان ته ولېږدول شول

26 عقرب 1403 ساعت 9:52

د الماني رسنیو د راپور له مخې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد دغه هېواد ته ولېږدول شول.


د الماني رسنیو د راپور له مخې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد دغه هېواد ته ولېږدول شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د المان اېم ډي ار ټلوېزیون لیکلي چې دا کډوال په افغانستان کې د الماني ځواکونو پخواني همکاران وو.

راپور کې راغلي، چې دغو پناه غوښتونکو په افغانستان کې د المانیانو لپاره د ژباړونکو یا موټر چلوونکو په توګه کار کاوه.

ویل کېږي چې په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې هم شته چې د پنجشنبې په ماښام د المان ایرفورت هوايي ډګر ته رسیدلي دي.

د المان د کډوالۍ دفتر کارکوونکو د دې افغان کډوالو هرکلی کړی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177663

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com