ایراني چارواکي وايي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د غیرنفتي صادراتو کچه یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د ګمرکونو د ادارې د رییس محمد رضواني فر له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د ایران د غیرنفتي تولیداتو پنځم لوی واردوونکی هېواد و.
په تېره اګست میاشت کې په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي و، د افغانستان په بازارونو کې د ایران د تجارتي حضور د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکي باید د همکارۍ نوې کچې ته لوړ شي.