بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي

26 عقرب 1403 ساعت 9:48

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي دي.


د بدخشان د بهارک ولسوالۍ او فیض اباد ښار ترمنځ د یوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې یو موټر د کوکچې سيند ته لویدلی دى. په هغو کسانو کې چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، یو سړی، څلور ښځې او درې ماشومان شامل دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار وویل، چې د چلوونکي جسد له سيند څخه را اېستل شوى او د نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

ځایي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د هوا د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177659

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177659/

جمهور
  https://www.jomhornews.com