د طالبانو د پوهنې وزارت د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه وایي، دا ښوونځي او مدرسې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند و ویل: « د ۱ میلیارد او ۲۲۴ میلیونه او ۲۳۳ زره افغانیو په لګښت شاوخوا ۱۲۵ ښوونځي او ۳۸ مدرسې جوړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.»
منصور احمد حمزه دغه راز وایي، دمګړۍ په ټول هېواد کې نږدې ۱۱ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
هغه زیاته کړه: « دا مهال د هېواد په ګوټ ګوت کې په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې لس میلیونه او ۹۱۴ زره او ۳۸ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.»
د مسوولینو په خبره، پوهنې وزارت زده کوونکو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت احاطوي دېوالونه، د برښنا سیسټم، د څښاک پاکو اوبو څاګانې او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس