د کندهار ولایت د اقتصاد رياست مسوولین وایي، چي په دغه ولایت کې د طالبانو حکومکت او ځینو مؤسسو په مالي همکارۍ ۶۶ بېلابېلې پروژې پلې کیږي.
د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې رغنیزي، روغتيايي، پوهنيزي، اقتصادي او بشري پروژې شاملې دي، چي د ځینو چارې بشپړې شوې او پر ځینو نورو کار روان دی.
د یاد ولایت ځایي مسوولین وایي، چې دغه پروژې د متوازنې پراختيا په موخه په کندهار ښار او ولسواليو کې پلې کیږي، چې خلکو ته به په بيلا بيلو برخو کي اسانتياوې برابرې کړي.
جمهورخبري آژانس