د اوبو او انرژۍ وزارت: د اوبو له بې‌ځایه لګښت دې ډډه وشي

24 عقرب 1403 ساعت 9:16

د علومو اکاډمۍ له لوري په کابل کې (د هېواد اوبیزو سرچینو څخه د مناسبې ګټې‌اخیستنې د لارو چارو څېړنې) تر سرلیک لاندې، یو ورځنی سیمینار جوړ شوی و.


د علومو اکاډمۍ له لوري په کابل کې (د هېواد اوبیزو سرچینو څخه د مناسبې ګټې‌اخیستنې د لارو چارو څېړنې) تر سرلیک لاندې، یو ورځنی سیمینار جوړ شوی و.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولینو ویلي، چې دغه پروګرام د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د مناسبو لارو چارو ارزولو په موخه ۱۸ مقالو کې ترتیب شوی چې اړوند وزارتونو ته وړاندې کېږي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، افغانستان له پرله‌پسې وچکالي سره مخ دی او هېوادوال باید د اوبو له بې‌ځایه مصرف څخه ډډه وکړي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاتوي چې د ډېر نفوس لرلو په دلیل کابل ښار د اوبو له کمښت سره مخ شوی.

د هغه په خبره، دغه وزارت کابل ښار کې د اوبو کمښت ستونزې د حل لپاره یو لړ پلانونه طرحه کړي دي.

د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي، د اوبو او برښنا وزارت دې هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې د مخنیوي لپاره، مرکز او ولایتونو کې د اوبو د جذب سیمې فعاله کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com