د زابل ولایت د قلات ښاروالۍ مسوولينو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ښار کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.
د قلات ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې دغه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي په تېرو دوو میاشتو کې د ښاروالۍ او يوې ګډې کمېټې په مرسته د ښار له هټيو څخه راټول کړل شوي وو او د اړوندو مسؤلينو په شتون کې وسوځول شول.
د مسوولینو په خبره، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په قلات ښار کې تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي وپلوري.
دا لومړی ځل نه دی، چې په یاد ولایت کې تاریخ تېره خوراکي توکي سوځول کیږي، تر دې وړاندې هم د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي وو.
جمهورخبري آژانس