د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت سلګونه بېلابېلې پروژې پلي کېږي.
د مسوولینو په خبره دغه رغنیزې پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او ( سي ار ایل ایف) پروګرام له لارې پلې کېږي. مسوولین وایي، په یادو پروژو کې د ۱۴۰ کلیو لپاره بېلابېلې اساسي پروژې، لکه استنادي دېوالونو، سربندونو، سړکونو، کوڅې او د کانالونو کانکرېټي جوړول چارې شاملې دي.
د یادولو وړ ده، چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د یادې ولسوالۍ زرګونه کسانو ته د لنډ وخت لپاره په خپلو کلیو کې د کار کولو زمینه هم برابره شي.
جمهورخبري آژانس