د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوې غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتني چې، په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.
ستانکزي په دغې غونډه کې له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت په اړه ویلي چې، اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي پر دې له ټینګار سره چې، دغه څوکۍ د افغانستان د خلکو حق دی، وویل:«په دې ټول عمر کې د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره انشاالله همکارۍ ته حاضر دی او تل یې دا غږ کړی او خدای دې داسې حالت راولي چې، افغانستان په خپلو څوکیو کې، که په کوپ کې دي او که ملګرو ملتونو کې دي، نورو ځایونو کې دي، لاسته راوړي او د خلکو غږ تر دوی پورې ورسوي، راتلونکي کې دغه ناخوالې سره ختمې شي او ورکې شي.»
ستانکزی همداراز زیاتوي، اسلامي امارت د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.
د نوموړي په خبره، دوی د نړۍ له هېڅ هېواد سره دښمني نهلري او له امریکا او نورو هېوادونو د دوستۍ په فضا کې د همکارۍ غوښتوونکي دي.
شېر محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت، غواړي چې، له ټولې نړۍ سره په ځانګړې توګه له د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، له غټو قدرونونو سره، چین، روسیې او امریکا سره ښې او دوستانه اړیکې ولري، تاسو به اورېدلي وي چې، موږ تل دغو قدرونو او قوتونو ته وړاندیز کړی، افغانستان نور نه غواړي چې، له نورو هېوادونو سره په دښمنۍ کې وي، په تقابل کې وي.»
جمهورخبري آژانس