د طالبانو بې کفایته جنګیالي نه یوازې د مرکزي سیمو اوسیدونکو ته د امنیت په تامین کې مرسته نه کوي بلکې خلک یې له هویت او روحي امنیت څخه بې برخې کړي دي.
د دايکنډي يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط جمهور خبري اژانس ته وويل: "د دې ډلې جنګيالي په شاو خوا لارو او بازارونو کې ښځې او نجونې په بې رحمۍ او وحشيانه ډول ځوروي او نجونې د ښار په شا وخوا کوڅو کې د دې ډلې جنګیالي د ويرې له امله ښار کې نه شي ګرځېدلی او حتی ویلي یې دي چې دوی په عام محضر کې خلک ځوروي.
د بامیان ولایت یو شمېر اوسېدونکو جمهور خبري آژانس ته ویلي: په دغه ولایت کې د طالبانو اخلاقي فساد او ځورونه هېڅ حد نه لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو په ګډون د دې ډلې ډېرى جنګيالي د غندک او برفک کليو د خلکو ښځې او نجونې ځوروي او موټرو کې د خلکو دروازو ته ورځي او ځوروي یې.
د بامیانو یو تن اوسیدونکی دغه ولایت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اور له پنجرې سره پرتله کوي اوايي: له یوې خوا د دې ډلې اجنټانو د خلکو ژوند دوزخ ګرځولی او له بلې خوا یې دوی د دې ډلې د جنګیالیو له بې نظمۍ او بې ثباتۍ څخه ستړي شوي دي.
له بامیانو څخه ځینو نورو سرچینو بیا د دې ډلې د چارواکو اخلاقي فساد یاد کړ او ادعا یې وکړه چې د دې ډلې سیمه ییز چارواکي حتی د یو بل پر ناموسونو رحم نه کوي او د هغو مواردو په اړه پوهیږي چې زابلي طالبان د ځايي طالبانو میلمانه شوي خو له څو ورځو وروسته یې د همغه ځايي طالبانو له ښځو یا لورګانو سره نامشروع اړیکې ټینګې کړې او ان داسې شواهد شته چې طالبانو ښځې خپلو دفترونو ته ورغوښتې ده.
جمهورخبري آژانس