عبدالسلام حنفي:

خلکو ته دهوساینې راوستل د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دی

21 عقرب 1403 ساعت 12:16

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له انورحق مجاهد سره په کتنه کې وویل چې خلکو ته د هوساینې او ښه ژوند راوستل د طالبانو د ډلې له لومړیتوبونو څخه دی.


د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له انورحق مجاهد سره په کتنه کې وویل چې خلکو ته د هوساینې او ښه ژوند راوستل د طالبانو د ډلې له لومړیتوبونو څخه دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ډلې نن دوشنبه (د لړم ۲۱ مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغې ډلې له اداري مرستیال مولوي انرالحق مجاهد سره د مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړل شوی دی.

مولوي انورحق مجاهد د هېوادوالو د غوښتنو او د هغوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له طالبانو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې خلکو ته د امنیت او هوساینې برابرول، د خدماتو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو هوارول د طالبانو د امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ته د افغانستان له تسلیمېدو سره، په هېواد کې بشري وضعیت او د خلکو ژوند ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com