یونیسف تېر کال ۶.۳ میلیونه افغان ماشومانو ته درسي توکي وېشلي

21 عقرب 1403 ساعت 8:08

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي مرستیاله روشنان مرتضي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یونېسف د هر افغان ماشوم د زده کړو ملاتړ ته ژمن دی.

نوموړې زیاته کړې، چې په تېره یوه کال یې ۶.۳ میلیونه افغان نجونو او هلکانو د درسي توکو اړتیاوو ته رسیدنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com