د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، دغه ډله پر افغان کدرونو تکیه کوي او په علمي او تخصصي مرکزونو کې یې د افغان کدرونو د جذبولو هڅې پیل کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د یکشنبې په سهار (د لړم ۲۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تخصصي کورس له فارغو ډاکټرانو سره وکتل.
ډاکټرانو ویلي، چې اوس په هېواد کې دننه د افغان ډاکټرانو له خوا پیچلي عملیات ترسره کېږي او افغان ډاکټران په دې برخه کې له طالبانو څخه د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو امارت په افغان کدرونو تکیه کوي او د ښه روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کار زمینې برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي وويل چې د دې ډلې د امارت د تګلارې له مخې په علمي او تخصصي مرکزونو کې د مناسبو اسانتياوو په لرلو سره د افغان کارکوونکو د استخدام هڅې پيل شوې دي.
د طالبانو د ډلې دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې افغانستان دغې ډلې ته تسلیم شو او زیاتره روزل شوی افغان کادرونه له دغه هیواده ووتل.
جمهورخبري آژانس