د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځینو ولایتونو کې د رسنیو د تړل کېدو په تړاو اوازې ردوي او وايي، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو هېڅ ډول ممنوعیت نه دی لګول شوی.
په هغه غونډه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په مزارشريف ښار کې د دغه ادراتو د وياندويانو او د شمال زون د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده ، په کې د دغه وزارت د نشراتو معینیت سرپرست ضياء الحق حقمل هم ګډون کړی.
حقمل په ځينو ولايتونو کې د رسنيو د بندېدو په اړه اوازې رد کړې او ويې ويل، چې په هېواد کې د رسنيو پر فعاليت هېڅ ډول بنديز نه دى لګول شوى.
نوموړی زیاتوي، که څه هم د اسلامي امارت رهبري د تصویرونو او د کارولو په اړه اعتراضونه لري، خو رسنۍ یوه ټولنیزه اړتیا ده او باید خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ده و ویل«داسې اوازې خپریږي چې رسنۍ بندیږي نو ان شاالله داسې کومه موضوع نشته. علمي ملاحظې خو پرې شته دی. اوس مهال زموږ د کار پر وړاندې کومه ستونزه نشته او که داسې څوک وي. په دولتي کارونو کې به که د امربالمعروف قانون پلی کېږي هم نو کیږي به خو زموږ په کار کې څه ستونزه نشته.»
له بلې خوا په دې ناسته کې يو شمېر خبريالان د رسنيو د قانون نه شتون د اندېښنې وړ بولي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د رسنيو د قانون د شریکېدو لپاره هڅې وکړي.
خو حقمل و ویل، ځینې نور مسایل هم شته چې په تړاو یې موږ په تیاره کې یو او همکاران نه پوهیږي چې څه وکړي. تېره ورځ هم د تصویرونو خبره را یاده شوه نو ما ملګرو ته و ویل چې په دې تړاو علمي او شریعي ملاحظې شته دی. د ملاحظې مخکې هم وې، اوس چې رسنۍ یو ضرورت دی نو د اړتیا پر بنسټ به کار کوو.
جمهورخبري آژانس